IQNA

ایران او ترکمنستان سره خپلوان  دی او ډير کلتوری مشترکات لري

5:44 - June 01, 2023
د خبر لمبر: 3487422
ایکنا-(تهران) حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي پرون مازدیګر د ترکمنستان د خلق مصلحتي شورا له مشر قربانعلی بردي محمداف سره په کتنې کې ایران او ترکمنستان سره خپلوان او دډيرو کلتوری مشترکاتو لرونکي وبلل او ټينګار ئې وکړ،دغه کلتوري مشترکات  په مختلفو برخو کې په تیره بیا د انرژۍ او لارو په حوزو کې د اړیکو د  لاپراختیا لپاره مهمې زمینې دي .

ایکنا نیوز ؛ د اسلامی انقلاب ستر لارښود ایران او ترکمنستان سره خپلوان او دډيرو کلتوری مشترکاتو لرونکي وبلل او ټينګار ئې وکړ،دغه کلتوري مشترکات  په مختلفو برخو کې په تیره بیا د انرژۍ او لارو په حوزو کې د اړیکو د  لاپراختیا لپاره مهمې زمینې دي .

زمونږخبریال راپور اکړ، حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي  پرون مازدیګر  د ترکمنتستان د خلق مصلحتي شورا له مشر قربانعلی بردي محمداف سره په کتنې کې د دینی او کلتوری مسئلو او د جوماتونو او کلتوری مرکزونو د پراختیا لپاره اهتمام  ته د ترکمنستان د خلق مصلحتي شورا ځانګړي پام په قدرونې سریه ووئيل، دتجارتی مسئلو به زمینې کې ، په تیره بیا د لاروپه برخې، له اوبو، بریښنا او ګیسو سره په اړونده حوزو کې د ملګرتیاؤ د پراختیا لپاره لازیات ظرفیټونه شته دي او د ایران اسلامی جمهوریت  په دغو برخو کې ملګرتیا ته تیار دی.

دوي د ا یران او ترکمنستان  له پولې سره له نزدې ر کسپيّن سمندرګي پورې  دیوې سترې لارې دجوړولو لپاره د ایرانیو متخصصانو او کارپيژاندو د شتون لپاره د ترکمنستان  د  مصحلتي شورا  د مشر غوښتې ته په اشارې سره  ووئيل، ددغې سترې لارې د جوړولو لپاره د ایران د لارو دچارو وزارت توانمنئ لري ، ددې په ترڅ کې چې  په نړیوال اقتصاد کې د مځکنیو او ریلی  ارتباطاتو  مهم ځائيګي ته په پام سره ،مونږ    جنوب ته دشمال دټرانزیټي لارې د بشپړتیا هوډ لرو چې ترکمنستان او شاوخوا  دهیوادونه  له عمان سمندر سره ګنډلی شي.

 د اسلامی انقلاب ستر لارښود د اړیکو پراختیا د دواړو هیوادونو په ګټه وبلله او  د ایران او ترکمنستان د اړیکو راتلونکي  په نسبت دخوشبینۍ په څرګندولو سره ئې  ټینګار و کړ، د ایران او ترکمنستان  لازیاته ملګرتیا به په دنیا کې د  دواړو هیوادونو دځائيګي  دلوړتیا زمینه په  ځان پسې ولري.حضرت آیت ا...  العظمی سید علي خامنه اي  همداراز د  دواړو هیوادونو  د اترک او جیحون  سینونو په حدودو کې  دمخه ورو شخصیّتونو  او  سلګونو متفکرانو او پوهانو شتون  او همداراز  په ایران کې د ترکمن په زړه پورې شاعر  مختومقلي فراغي  مقبرې شتون ته په اشارې سره  ووئيلو  داکلتوري زمینې باید کم رنګه ونه ګڼل شي.

په دغې کتنې کې چې  دایران د نظام  د مصلحت پيژندونکي ټولنې مشر آیت ا.. آملی لاریجاني هم پکې  شتون درلود، قربانعلی  بردي محمداف  دا سلامی انقلاب له معظم لارښود سره په  کتنې دخوښئ په ښودلو سره  ووئيل، ما تل په تیرو کلونو کې او د و لسمشرۍ په پړاؤ کې  په هغو سفرونو کې چې  ایران ته مو درلود،د جنابعالی  له لیدتوګو او سپارښتنو مو ډيره استفاده کړې ده او د  هغو سپارښتنو په اساس ،مو مهم کارونه ترسره کړي دي. او په دغې کتنې کې  هم په ترکمنستان کې د سترو پروژو   لپاره له سپارښتنو څخه په ګټه پورته کولو پسې یم .

هغه  دایران له مسئولانو سره  خپلو خبرواترو ته په اشارې سره  ووئيل،  په دغو خبرو اترو کې مو په مختلفو برخو او حوزو کې د یوه بل له وړتیاؤ او  تجروبو  څخه داستفادې لپاره  دملګرتیاؤ د پراختیا لپاره سره ښې موافقې  کړي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4145117

captcha